د تایلنډ پولیسو نن سهار په شمال لویدیځ کې د «نونتابوري» ولایت په یوه ښوونځي کې د خونړۍ ډزو په اړه تازه معلومات وړاندې کړل. پولیسو ویلي چې ۱۴ کلن زدهکوونکي لومړی په خپل کور کې خپل نیکه او نیا وژلي او بیا ښوونځي ته تللی او هلته یې ډزې کړې.
د رویټرز راپور له مخې، په دې برید کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. پولیسو همدارنګه وویل چې دغه زدهکوونکي وروسته پر ځان هم ډزې کړې او روغتون ته د انتقال پر مهال یې ساه ورکړه. د پولیسو په وینا، هغه له خپلې نیکه څخه اخیستل شوې وسلې کارولې چې ۲۶ ډزې یې کړې وې او ۳۶ نورې مرمۍ یې هم له ځان سره لرلې.
د تایلنډ د پوهنې وزیر پراسرت جانتاراروانګتونګ د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ښوونکي او زدهکوونکي شامل بللي دي. پولیسو تایید کړې چې بریدګر د ښوونځي زدهکوونکی و. دا په روان میلادي کال کې د تایلنډ په ښوونځي کې دویم وسلهوال برید دی.
په فبرورۍ کې، په تایلنډ کې په یوه بل ښوونځي کې د ډزو له امله یو ښوونکی وژل شوی او یو زدهکوونکی ټپي شوی و. په تایلنډ کې د وسلو مالکیت او وسلهوال تاوتریخوالی یوه عادي پدیده نه ده. په تېرو شپږو کلونو کې دغه هېواد د څو خونړیو ډزو شاهد پاتې شوی، چې په ځینو پېښو کې ماشومان هم قرباني شوي دي.
د تایلنډ په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه په ۲۰۲۲ کال کې رامنځته شوه، چې په کې یوه پخواني پولیس د درې ساعته وسلهوال برید پر مهال ۳۶ کسان، چې ۲۲ یې ماشومان وو، ووژل. همدارنګه، په ۲۰۲۵ کال کې یوه وسلهوال کس د بانکوک په یوه بازار کې پنځه کسان ووژل.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو