د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د اندېښنو زیاتېدو سره، نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي. د رویټرز د راپور له مخې، نن سهار د ګرینویچ پر وخت د سهار تر ۶:۳۰ بجو، د برنټ خامو تېلو بیه په راتلونکو معاملو کې ۸۰ سېنټه لوړه شوې او هر بېرل یې ۸۳.۳۴ ډالرو ته رسېدلی دی. په ورته وخت کې، د «وېسټ ټکساس انټرمیډیټ» خامو تېلو بیه هم ۵۲ سېنټه لوړه شوې او هر بېرل یې ۷۷.۸۱ ډالرو ته رسېدلی دی.

د روانې اوونۍ په پیل کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې وې، ځکه داسې اوازې وې چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره به هوکړه وشي. په دې توګه، د بېړیو تګ راتګ به عادي شي. مګر د رویټرز د راپور له مخې، اختلافات لا هم پر ځای دي. ایران او عمان د یوې طرحې پر ارزولو بوخت دي چې له مخې به یې د امریکايي او اسرائیلي بېړیو تېرېدنه له هرمز تنګي څخه بندیز ولګېږي.

د ایران د پارلمان یوه غړي ویلي چې پارلماني کمېټه د یوې طرحې ارزونه کوي چې د امریکايي، اسرائیلي او نورو هغو بېړیو د تېرېدو مخه نیسي چې د ایران له نظره متخاصمې بلل کېږي. د دې طرحې له مخې، سرغړوونکو بېړیو ته به د هغوی د بار د ارزښت تر ۲۰ سلنې پورې جریمه ولګول شي.

د رویټرز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله، ایران په پام کې لري چې له هغو بېړیو څخه چې د هرمز له تنګي تېرېږي، د هغوی د بار د ارزښت له ۵ تر ۷ سلنې پورې فیس واخلي. عمان هم د شاوخوا ۳ سلنې فیس اخیستل ارزوي، په داسې حال کې چې واشنګټن غوښتنه کوي چې هېڅ ډول فیس دې نه اخیستل کېږي.

د کښتۍ چلونې او انرژۍ په صنعت کې د څلورو فعالو سرچینو له قوله، وړاندیز شوې هوکړه په اسانۍ سره عملي کېدونکې نه ده، ځکه د امریکا بندیزونه او د بیمې محدودوونکي شرایط د هر ډول تادیاتو پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي. دغه پرمختګونه د روانې اوونۍ په ترڅ کې د تېلو بیې له نوسان سره مخ کړې دي.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ