واشنګټن — د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په یوه ناسته کې د افغان کډوالو د جبري ستنېدو پر بهیر او د دې موضوع د مرستو پر بهیر باندې اغېزو خبرې وکړې. د کډوالو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د چین سفیر ته وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ستنیدل د مرستو په رسولو کې خنډونه ایجادوي.
د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان سره د چین د اقتصادي مرستو په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې چین د افغان کډوالو د ښارګوټو د جوړولو لپاره مرستې ته چمتو دی. د طالبانو د حکومت د کډوالو وزیر د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه نور تفصیلات نه دي وړاندې کړي.
په دې وروستیو کې، ایران او پاکستان د افغان کډوالو د ستنېدو پروسه چټکه کړې ده. د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ایم) په یوه راپور کې ویلي، چې د 2024 کال تر پای پورې له ایرانه 1.2 میلیونه افغان کډوال ستانه شوي، چې 67 فیصده یې په جبري توګه ستانه شوي دي.
پاکستان هم د 2023 کال په اکتوبر کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د شړلو پرېکړه کړې، چې له دې امله د 2025 کال تر لومړیو ورځو پورې 825,000 افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې افغان کډوال باید د قانوني اسنادو د نشتوالي په صورت کې افغانستان ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په پاکستان کې 3.1 میلیونه افغانان او په ایران کې تر 4.5 میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
سرچینه: VoA Deewa Radio Asia