محمدنبي خلیلي، چې د کابل په لوېدیځ کې د «امید سبز» ښارګوټي مالک دی، د طالبانو لخوا د دې ښارګوټي د تخلیې امر ته په غبرګون کې د طالبانو د ځانګړې محکمې د پرېکړې د «بیاکتنې او حقوقي ارزونې» غوښتنه کړې ده.

خلیلي په یوه اعلامیه کې چې نن (چهارشنبه، ۱۴ د زمري) یې په فېسبوک کې خپره کړه، څرګنده کړې چې د امید سبز ښارګوټی د معتبره شرعي قبالو او رسمي ملکیت اسنادو پر بنسټ جوړ شوی دی. هغه زیاته کړې چې د دې ښارګوټي ټول پړاوونه د قانون د رعایت او ملکیت حقونو ته د درناوي په موخه ترسره شوي، او زرګونه کورنۍ د دې اسنادو پر بنسټ د ژوند پانګه د سرپناه د برابرولو لپاره لګولې ده.

خلیلي وویل، د امید سبز ښارګوټي ټولې ځمکې له هغو مالکانو اخیستل شوې چې د شته اسنادو له مخې، کلونه او نسلونه د دغو ځمکو مالکین پاتې شوي دي. هغه د طالبانو د محکمې له پرېکړې وروسته، سره له دې چې د زرګونو کورنیو د برخلیک په اړه اندېښنه لري، د عامه افکارو د ګډوډۍ یا تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره له هر ډول اقدام څخه ډډه کړې ده.

هغه د قانوني لارې غوره کولو، رسمي اعتراض وړاندې کولو، او د ښارګوټي د استازو د لېږلو په اړه خبرې وکړې. خلیلي ټینګار وکړ چې د خلکو د حقونو د ساتنې یوازینۍ لار پر قانون، سند او عدالت تکیه کول دي. هغه د طالبانو له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې دا قضیه په دقت او بې پرېتوب سره وڅېړي، څو د هېڅ وګړي حق ضایع نشي.

د طالبانو یوې ځانګړې محکمې د امید سبز ښارګوټي ۱۵۰۷.۴۹ جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړې او د عدلیې وزارت اوسېدونکو ته د تخلیې امر کړی دی. د راپورونو له مخې، د ښارګوټي استازو یو پلاوی د حق غوښتنې لپاره کندهار ته تللی، څو د طالبانو له مشر سره د دې قضیې په اړه خبرې وکړي.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ