د ننګرهار ولایت سیمه ییز مسوولین وایي چې تورخم سوداګریز بازار، چې څو میاشتې مخکې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ویجاړ شوی و، اوس یو ځل بیا د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوی دی.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون په دې اړه وویل چې دغه بازار د نښتې پر مهال د اورلګېدنې له امله تړل شوی و. هغه زیاته کړه چې د بیارغونې له پروسې وروسته بازار خپل عادي فعالیت ته راستون شوی او اوس د اړتیا وړ مختلف سوداګریز توکي په پخواني ډول پلورل کیږي.
په همدې حال کې سوداګر د بازار د لا ښه تنظیم، د اسانتیاوو برابرولو او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره له مسوولینو څخه مرسته غواړي. د سوداګرو په وینا، د اورلګېدنې له امله دوی ته پراخ مالي زیانونه اوښتي، خو تر اوسه پورې د طالبانو له لوري هیڅ ډول مرسته نه ده شوې. هغوی وویل چې ویجاړې شوې هټۍ یې په خپل مالي لګښت بیا رغولې دي.
د سوداګرو د معلوماتو له مخې، د څو میاشتې مخکې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو پر مهال د تورخم په سوداګریز بازار کې له ۱۵۰ څخه زیاتې هټۍ سوځېدلې وې، چې له امله یې سوداګرو ته شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان رسیدلی و.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو