پخش به پایان رسید
مالي سرچېنو ته محدود لاسرسی په افغانستان کې د کاروبارونو په مخکې لوی خنډ
په افغانستان کې د کاروبارونو لپاره مالي سرچېنو ته محدود لاسرسی یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده. د اقتصادي وضعیت د خرابوالي او د نړیوالو مرستو کمښت له امله، کاروبارونه د پانګې او مالي ملاتړ لپاره له سختو چیلنجونو سره مخ دي. د دې محدودیتونو له امله، د نوو کاروبارونو پیل او حتی موجوده کاروبارونو ته دوام ورکول ستونزمن شوي دي. د کاروباریانو د اندېښنو له مخې، د مالي سرچینو نشتوالی د اقتصادي ودې لپاره لوی خنډ دی. د حکومت او نړیوالو سازمانونو هڅې د دې ستونزې د حل لپاره ضروري دي، ترڅو کاروبارونه وکولی شي د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره خپلې هڅې وکړي.
منبع: VOA