د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو کریکټ لوبو دوهمه لوبه به د جمعې په ورځ ترسره شي. د دې لوبو لومړۍ لوبه چې د چهارشنبې په ورځ پلان شوې وه، د باران له امله بې نتیجې اعلان شوه. د یادونې وړ ده چې دا لوبلړۍ به تر اګست ۱۴ پورې دوام وکړي.
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS