یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته جرمني ته تللي، وایي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي او اوس په نامعلوم حقوقي وضعیت کې ژوند کوي. دوی اندېښنه لري چې که د جرمني حکومت نوې تګلاره عملي شي، نو ممکن د هغو کسانو ترڅنګ چې د جرمونو له امله محکوم شوي، دوی هم افغانستان ته واستول شي.
دوی د جبري ډیپورټ د خطر ترڅنګ له اقتصادي ستونزو، د کار بازار، روغتیايي خدماتو او زده کړو ته د محدود لاسرسي، او همدارنګه له رواني فشار او ټولنیزې انزوا سره مخ دي. ذبیح الله، چې مخکې خبریال و او شاوخوا دوه کاله مخکې جرمني ته په غیر قانوني توګه داخل شوی، وایي چې د پناه غوښتنې له رد کېدو وروسته له ګڼو ټولنیزو خدمتونو بې برخې شوی دی. هغه وویل: "زه له دوو کلونو راهیسې په جرمني کې یم، د پناه غوښتنلیک مې رد شوی، که څه هم د جرمني ژبې لومړنی کورس مې بشپړ کړی، خو نور اجازه نه راکول کېږي چې ژبه زده کړم."
نصرت، چې په جرمني کې میشت دی، ازادي راډيو ته وویل: "د ایستلو د پېښو زیاتېدو موږ له سخت تشویش سره مخ کړي یو، هر څوک اندېښمن دی، ځینې کسان له خپلو کورونو نه هم نه راځي."
د پناه غوښتونکو په منځ کې ځینې پخواني افغان پوځیان هم شامل دي، چې د خپلې پوځي مخینې له امله د افغانستان ته ستنېدو په صورت کې د ژوند له جدي خطر سره مخ دي. یو پخوانی نظامي، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وویل: "موږ د طالبانو سره جګړه کړې، که افغانستان ته واستول شو، د وژل کېدو یا زنداني کېدو خطر شته."
د کډوالۍ د برخې کارپوهان وایي، د هغو پناه غوښتونکو د جبري ډیپورټ پراخول چې جرمي سابقه نه لري، د اندېښنې وړ دی. عبدالرازق عدیل وویل: "دا بهیر ښيي چې د کډوالۍ پالیسۍ په بنسټیز ډول بدلېږي، چې د پناه غوښتنې بحران حل نه کوي، بلکې د بې کوره او ناهیلو ځوانانو یوه لویه طبقه به رامنځته کړي."
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې وروسته، د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله ګڼ افغانان جرمني ته کډوال شول، په داسې حال کې چې جرمني د پناه غوښتنې د دوسیو ارزونه لا سخت کړې ده. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې له ۹۶۰۰ څخه ډېر کسان له خپل هیواده ایستل شوي. څو ورځې وړاندې، جرمني ۳۱ افغانان چې د قتل او جنسي تېري په جرمونو محکوم شوي وو، افغانستان ته واستول.
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports