د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ، افغان ایواک، د امریکا په کانګرس کې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (TPS) د طرحې وړاندې کېدو هرکلی کړی دی. دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۱۵مه، په خپلې اېکس (X) پاڼه کې لیکلي چې د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو، لکه جېسن کرو، ډان بېکن، سام لیکارډو او ماریا سالازار، د «د ۲۰۲۶ کال د افغان وګړو د لنډمهالي خوندي وضعیت قانون» په نوم یوه طرحه وړاندې کړې ده.
د دې طرحې موخه په امریکا کې د افغانانو قانوني وضعیت ته پاملرنه ده. که چیرې دغه طرحه تصویب شي، نو د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به د شرایطو وړ افغان وګړي له امریکا څخه نه ایستل کېږي. همدارنګه، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) به مکلفه وي چې د دې پروګرام اړوند غوښتنلیکونه په اعظمي توګه د ۹۰ ورځو په موده کې وڅېړي او پرېکړه وکړي.
افغان ایواک په دې باور دی چې د دې طرحې تصویب به د هغو افغانانو د ایستلو مخه ونیسي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د تخلیې پر مهال امریکا ته لېږدول شوي. په یاد کال کې، د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د بېړنۍ تخلیې پر مهال شاوخوا ۷۹ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول، او وروسته هم زرګونه نور افغانان د انتقال او بیا مېشتېدو پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته داخل شول.
د افغان ایواک د دې طرحې هرکلی د افغانانو لپاره د خوندیتوب او قانوني وضعیت د ښه کولو په لور یوه مهمه ګام ګڼي.
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS