په تایلنډ کې د فوټسال د اسیایي جام په سیالیو کې، د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د روسیې ملي لوبډلې پر وړاندې خپله درېیمه لوبه ترسره کوي.
دا لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین په درې نیمو بجو پیلېږي. افغانستان په دې سیالیو کې تر دې دمه خپلې لومړۍ دوه لوبې د کوربه هېواد تایلنډ او ویتنام پر وړاندې بایللې دي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د فیسبوک پاڼې له مخې، لوبغاړو د ننۍ لوبې لپاره ښه تیاری نیولی دی او د بریا هیله لري.
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS