تادامیچي یماماتو، چې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی دی، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په ترڅ کې د افغان نجونو د زدهکړو او د ټول شمولیت مسایل خورا مهم بللي دي.
هغه ټینګار کوي چې طالبان باید د دې موضوعاتو په اړه په ریښتینې توګه غور وکړي. یماماتو د افغان نجونو د زدهکړو او د ټولنیز شمولیت په اهمیت باندې خبرې وکړې او دا یې د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي وبلل. د هغه په وینا، د افغان نجونو تعلیم او د ټولو خلکو شمولیت د هېواد د پرمختګ لپاره اړین دي.
سرچینه: VoA Pashto NEWS