ترکي المالکي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزارت او د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند دی، ویلي چې د حوثیانو لخوا پر سعودي عربستان ترسره شوي برید کې ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، المالکي نن سهار (جمعه، ۱۶ د زمري) وویل چې دغه برید د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په سوېل کې د نجران ولایت په سیمه کې شوی دی.
د ټپیانو په منځ کې اووه سعودي اتباع، دوه مصري، یو یمني او یو پاکستانی وګړی شامل دي. المالکي همدارنګه وویل چې په ټپیانو کې یو څلور کلن ماشوم هم دی چې د دویمې درجې سوځېدنې له امله ټپي شوی دی.
هغه حوثیان د ملکي سیمو پر وړاندې د ړندو توغندیو د بریدونو او د نړیوال بشردوستانه قانون د سرغړونې په تورن کړل. المالکي زیاته کړه چې ائتلاف به د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.
تر اوسه حوثیانو د سعودي دفاع وزارت او د ائتلاف د ویاند د ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. حوثیانو وروسته له هغې له سعودي عربستان سره اوربند پای ته ورساوه چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن په پلازمېنه صنعا باندې هوایي برید وکړ، او بیا یې په سعودي عربستان کې پر مختلفو هدفونو بریدونه وکړل.
دغه وسله واله ډله، چې له ایران څخه ملاتړ لري، د سعودي عربستان پر وړاندې د سمندري محاصرې اعلان هم کړی او ادعا یې کړې چې تر اوسه یې په سره سمندر کې د سعودي عربستان اته د تېلو ټانکرونه په نښه کړي دي.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو