پخش به پایان رسید
روسیه وایي افغانستان ته د امریکا پوځي تاسیساتو ستنول د سیمې هېوادونو ته مستقیم ګواښ پېښوي
روسیه په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا پوځي تاسیساتو افغانستان ته د ستنولو پروسه د سیمې هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، په دې اړه وویل چې دا اقدام به د امنیت او ثبات په برخه کې منفي اغیزې ولري. لاوروف د دې موضوع په اړه د نړيوالو او سیمه ییزو همکاریو اړتیا ته هم اشاره وکړه، ترڅو د دې ډول ګواښونو مخه ونیول شي. د روسیې حکومت په دې باور دی چې د امریکا پوځي حضور په افغانستان کې به د ترهګرۍ او افراطي فعالیتونو د بیا راژوندۍ لامل شي، چې د سیمې هېوادونو لپاره به خطرناک وي.
منبع: Shamshad