پخش به پایان رسید
یونسکو: افغانستان کې لا هم میلونونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي
یونسکو په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې چې افغانستان کې لا هم میلونونه ماشومان د زده کړو له فرصتونو بې برخې دي. د دې راپور له مخې، د جګړو او ناامنۍ له امله، د ماشومانو د تعلیم پروګرامونه په جدي ډول اغیزمن شوي دي. د یونسکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ښوونځیو د بندیدو او د ښوونکو د کموالي له امله، د زده کړې بهیر په خنډ کې دی. راپور وایي چې د ماشومانو د تعلیم د ملاتړ لپاره نړیوالې ټولنې ته اړتیا ده، ترڅو د دې ستونزې د حل لپاره همکاري وکړي. د یونسکو د چارواکو په وینا، د ماشومانو د تعلیم د حق ساتل باید د ټولو لپاره لومړیتوب وي.
منبع: VOA