پخش به پایان رسید
مالي سرچېنو ته محدود لاسرسی په افغانستان کې د کاروبارونو په مخکې لوی خنډ
په افغانستان کې د کاروبارونو لپاره مالي سرچېنو ته محدود لاسرسی یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده. د دې ستونزې له امله، ګڼ شمېر کاروبارونه د خپلو فعالیتونو د پراختیا او د نوو پروژو د پیل لپاره اړین مالي ملاتړ نه شي ترلاسه کولی. د نړیوالو مرستو کموالی او د بانکي نظام محدودیتونه د دې لامل شوي چې کاروبارونه په سختو شرایطو کې فعالیت وکړي. د کاروبارونو د ودې لپاره د مالي سرچینو موندل او د هغو ته لاسرسی، د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره حیاتي دی. د دې وضعیت د حل لپاره اړینه ده چې د مالي نظام اصلاحات او د پانګونې لپاره مناسب چاپیریال رامنځته شي.
منبع: VOA