پخش به پایان رسید
روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو پرضد مبارزه د ننگونو سره مخ ده
د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو پرضد مبارزه د ګڼو ننگونو سره مخ ده. د دې سازمان چارواکي وايي چې د امنیتي وضعیت، د خلکو د باور کموالی او د واکسین د توزیع په برخه کې خنډونه د پولیو د له منځه وړلو هڅې ستونزمنې کړي دي. د راپور له مخې، د پولیو ناروغي لا هم په ځینو سیمو کې موجوده ده او د ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ جوړوي. د روغتیا نړیوال سازمان د افغان حکومت او نورو همکارانو سره په ګډه د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره نوې ستراتیژۍ په لاره اچوي. د عامه پوهاوي پروګرامونه هم د خلکو د باور د زیاتولو لپاره پیل شوي دي.
منبع: VoA Pashto