پخش به پایان رسید
ملګري ملتونه: افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره ځوندي مرکز
د ملګرو ملتونو د یوې نوې راپور له مخې، افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره یو فعال مرکز ګرځیدلی دی. په دې راپور کې په ګوته شوې چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ترهګرو فعالیتونه زیات شوي، چې د نړیوالو امنیتي اندېښنو لامل شوي دي. راپور زیاتوي چې د طالبانو حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې ناکام دی او د نړیوالو ترهګرو ډلو لکه داعش او القاعده فعالیتونه په افغانستان کې لا پراخ شوي دي. د ملګرو ملتونو چارواکي د دې وضعیت د جدي ارزونې غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه جدي تدابیر ونیسي. دا راپور د افغانستان لپاره د نړیوالو اړیکو او امنیتي ثبات په اړه یوه مهمه اندیښنه څرګندوي.
منبع: افغانستان انترنشنل