د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس پر وړاندې شوې برید کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده. د وزارت په وینا، د پېښې په وخت کې دا هم معلومه شوې چې د برید تر شا اړیکې د افغانستان په خاوره کې موجودو کسانو سره وې.

د پاکستان پوځ هم مخکې له دې ورته ادعا کړې وه، خو د افغانستان واکمن طالبان دغه تورونه په کلکه ردوي. د طالبانو ویاند د دې ادعاوو په اړه ویلي چې پاکستان باید د خپلو داخلي مسایلو حل ته پام وکړي او د افغانستان پر وړاندې بې بنسټه تورونه ونه لګوي.

سرچینه: VoA Deewa Radio World

خبر شریک کړئ