واشنګټن — ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د 2024 کال د نومبر له میاشتې څخه تر 2025 کال د جنورۍ پورې په افغانستان کې لږ تر لږه 81 ملکي وګړي د امنیتي پېښو له امله وژل شوي دي. دا رپوټ د ملګرو ملتونو د عمومي مشر لخوا د 2024 کال د نومبر، دسمبر او روان کال د جنورۍ په اړه د پېښو او مسایلو په اړه ترتیب شوی دی.
رپوټ د مارچ په شپږمه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې غونډې مخکې خپور شوی دی. په دې رپوټ کې د ملکي مرګ ژوبلې، د مخکیني حکومت د کارکوونکو د وژلو او نیولو، د طالبانو لخوا پر ښځو او نجونو باندې د لګول شویو محدودیتونو، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
د رپوټ له مخې، په دې موده کې 37 سړي، 8 ښځې، 18 نجونې او 18 هلکان وژل شوي، او د ښځو، نجونو او ماشومانو په ګډون 111 ملکي وګړي ټپیان شوي دي. په بغلان ولایت کې د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت باندې د وسلوالو برید یادونه شوې چې پکې 11 کسان وژل شوي. دا پېښه د 2024 کال د نومبر په 21 شوې وه او داعش خراسان یې ذمه واري پر غاړه اخیستې وه.
د کابل په دسمبر کې د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په ودانۍ کې د ځانمرګي برید یادونه هم شوې چې پکې د کډوالو وزیر او د سراج الدین حقاني تره خلیل الرحمان حقاني له نورو طالب چارواکو سره ووژل شول. د دې برید ذمه واري هم داعش پر غاړه اخیستې وه.
د رپوټ له مخې، د طالبانو د مخالفو وسلوالو ډلو لخوا د طالبانو پر اهدافو 91 بریدونه شوي چې د مقاومت ملي جبهې 53 او د افغانستان د ازادۍ جبهې 21 بریدونو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده. د ملګرو ملتونو رپوټ په دې موده کې د 15 نورو بریدونو ذمه واري لا تر اوسه نه ده معلومه.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د نړیوالو ادارو له خوا ترتیب شوي رپوټونه د خپل حکومت خلاف د تبلیغاتو برخه بللې او رد کړي دي.
سرچینه: VoA Deewa Radio Asia