افغان ایواک نهاد وايي چې د امریکا سنای مجلس د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره "موقتي ساتنې لایحه" وړاندې کړې ده. په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دا لایحه د امریکا د جمهوري غوښتونکو او دموکراتو استازو لخوا په ګډه وړاندې شوې ده.

افغان ایواک زیاتوي چې دا لایحه به افغانانو ته تر ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې موقتي ساتنه ورکړي، چې له دې سره به د اخراج مخه ونیول شي او د هغو افغانانو لپاره چې په امریکا کې موجود دي، د کار حق بیا فعال شي. د دې نهاد په وینا، دا برنامه افغانانو ته اجازه ورکوي چې تر هغه وخته پورې چې د دایمي استوګنې لپاره د غوښتنې پروسې تعقیبوي، په امن کې پاتې شي.

دا پروسه ممکن د پناهندګۍ، ځانګړې مهاجرت ویزې (SIV) یا د کورنۍ غوښتنې له لارې وي. افغان ایواک همدارنګه وايي چې دا طرحه محدودې غوښتنې لري، چې د بایومتریک معلوماتو ثبت او امنیتي او ملي امنیتي پلټنې ته اړتیا لري، او دا د افغان متحدانو د ساتنې او د کار حق د خوندي کولو تر ټولو چټک لاره ده.

د دې نهاد په خبره، "دا لایحه دې کورنیو ته اجازه ورکوي چې تر هغه وخته پورې چې د مهاجرتي دوسیو پروسې روانې وي، په ارامه ژوند وکړي او د امریکایي خوب په لټه کې وي؛ نه دا چې د نیول کېدو یا اخراج د تلپاتې ویرې سره ژوند وکړي، حتی د ډاکټر لیدلو، د کور اجاره کولو یا د خپلو ماشومانو ښوونځي ته د وړلو په وخت کې."

افغان ایواک د امریکا سنای مجلس غړو ته غوښتنه کړې چې دا طرحه بې له ځنډه تصویب کړي. د دې نهاد په وینا، هیڅ بل اقدام چې کنگره کولی شي په دې کال کې تصویب کړي، د هغو کسانو د امنیت لپاره چې د امریکا سره ولاړ وو، دومره اغیزمن نه دی. د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان چې زیاتره یې د امریکايي ځواکونو او ادارو همکاران وو، امریکا ته انتقال شوي، خو د دوی د استوګنې وضعیت د سختو مهاجرتي سیاستونو له امله ابهام لري.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز

خبر شریک کړئ