د ترکیې د انرژۍ وزیر الپ ارسلان بایراکتار د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ د ستونزو په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د وروستیو میاشتو تحولاتو د نفتو د لېږد لپاره بدیلو لارو اړتیا روښانه کړې ده.
هغه په دولتي «ټيآرتي» ټلوېزیون کې په مرکه کې وویل چې ترکیه او عراق د سیلوپي او خابور له سرحدونو څخه تر بصرې پورې د یو نوي پایپ لاین د جوړولو په اړه خبرې کوي. هدف یې دا دی چې د عراق او د خلیج د هیوادونو نفت د هرمز تنګي له بشپړې اتکا پرته نړیوالو بازارونو ته ولېږدول شي.
بایراکتار زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې به د عراق نفت د عراق-ترکیې د موجود پایپ لاین له لارې د جیهان بندر ته هره ورځ ۷۵۰ زره بېرله ولېږدول شي. هغه وویل، د دې لارې اوسنی ظرفیت ۱.۵ میلیونه بېرله دی، او ترکیه غواړي چې د زېربنا په پراخولو سره د انتقال ظرفیت د ورځې له ۲ تر ۲.۵ میلیونه بېرلو پورې لوړ کړي.
بایراکتار همدارنګه وویل چې هره ورځ شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله نفت د هرمز تنګي له لارې تېرېږي، او د روانو کړکېچونو دوام د انرژۍ د صادراتو لپاره د بدیلو او باوري لارو د رامنځته کولو اړتیا لا پسې روښانه کړې ده.
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS