د ارژانتین د فوټبال فدراسیون په یوه سرګشاده لیک کې د جیانی انفانتینو ملاتړ اعلان کړ. انفانتینو، چې په وروستیو کې د نړیوال جام د پلور طرحې له امله سختې نیوکې سره مخ شوی و، تېر چهارشنبه د ۲۱۱ فدراسیونونو ته چې د فیفا غړي دي، یوه عذرخواهی لیک ولېږل او د خپلې تېروتنې اعتراف یې وکړ.
انفانتینو همدارنګه په مراکش کې د فیفا د مدیرانو او لوړ پوړو کارکوونکو سره یوه بیړنۍ غونډه وکړه او هلته یې هم له خپلو همکارانو څخه عذر غوښت.
کلودیو تاپیا، د ارژانتین د فوټبال فدراسیون رییس، وروسته له دې چې انفانتینو معذرت وغوښت، په یوه سرګشاده لیک کې د فیفا د دې اقدام شجاعت وبلله او د فیفا په جوړښت کې د ثبات ملاتړ یې وکړ. تاپیا په خپل لیک کې انفانتینو ته وویل: "زه د ارژانتین د فوټبال فدراسیون او د اجرائیوي کمیټې د غړو په استازیتوب، ستاسو د ۱۰ کلنې کړنې ملاتړ اعلانوم. تاسو د نړۍ په کچه د فوټبال د پرمختګ او د بنسټیزو جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره کار کړی دی."
تاپیا د وروستیو پیښو په اړه وویل چې فیفا سم تصمیم نیولی او د دې پیښې له امله د فوټبال په کورنۍ کې اندیښنې رامنځته شوې وې. هغه د انفانتینو د ۱۰ کلنې رهبري ستاینه وکړه او وویل چې د هغه په دوره کې د فیفا په جوړښت کې ژور بدلونونه راغلي دي.
د ارژانتین ملاتړ په داسې حال کې اعلان شو چې د انفانتینو د استعفا غوښتنې او فشارونه لا هم روان دي. د اروپا فوټبال اتحادیه (یوفا) ویلي چې دوی د انفانتینو د رهبري پر دوام باور نه لري او د هغه د استعفا غوښتنه کوي. بلخوا، د جنوبي امریکا فوټبال کنفدراسیون (CONMEBOL) هم د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې د فیفا د جوړښت د ثبات ساتلو او خبرو اترو غوښتنه کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د انفانتینو د برطرفۍ هر ډول هڅه باید یوازې د ۲۱۱ فدراسیونونو د رایې له لارې ترسره شي.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز