د افغان مهاجرینو په اړه د اندېښنو په زیاتېدو سره، د امریکا د کانګرس یو شمېر دموکرات او جمهوري غوښتونکي قانون جوړونکي د افغانانو لپاره د "موقتي ساتنې وضعیت" یا "تی‌پی‌اس" طرحه وړاندې کړې ده. که چیرې دا طرحه تصویب شي، نو دا به د ځینو افغانانو د اخراج مخه ونیسي.

د افغان‌ایوک سازمان، چې د افغانانو ملاتړ کوي، د دې طرحې معرفي کولو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا پروګرام به هغو افغانانو ته مرسته وکړي چې د ۲۰۲۱ کال د حکومت د سقوط وروسته له افغانستانه وتلي او په امریکا کې میشت شوي دي. د دې سازمان له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د مجلس د استازیو یو شمېر غړو، لکه جیسن کرو، دان بیکن، سام لیکاردو او ماریا سالازار، د "افغانستان د موقتي ساتنې وضعیت قانون ۲۰۲۶" طرحه کانګرس ته وړاندې کړې ده.

که چیرې دا طرحه تصویب شي، نو افغانان چې شرایط پوره کوي، تر ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د اخراج څخه خوندي پاتې کیږي. همدارنګه، د امریکا د مهاجرت او تابعیت خدماتو اداره (یواس‌سی‌آی‌اس) به مکلفه وي چې د دې پروګرام اړوند غوښتنې په ۹۰ ورځو کې وڅېړي.

یو شمېر افغان مهاجرین چې په وروستیو کلونو کې امریکا ته راغلي، د دې طرحې معرفي کولو هرکلی کوي، خو وایي چې د نورو مهاجرینو مشکلات هم باید په پام کې ونیول شي. یو افغان مهاجر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وویل چې د دې طرحې تصویب به افغانانو ته دا فرصت ورکړي چې د اخراج له اندیښنې پرته خپلې قانوني پروسې تعقیب کړي.

د دې طرحې په اړه د اندېښنو سره سره، د کانګرس په سنا کې هم د دواړو ګوندونو له خوا د دې طرحې مطرح کېدل د افغانانو د حقوقي وضعیت په اړه مثبت بدلونونه راولي. په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د هوایي ډګر د بیړني تخلیې په ترڅ کې شاوخوا ۷۹ زره افغانان امریکا ته انتقال شول او تر دې وروسته هم ګڼ افغانان د مختلفو مهاجرتي پروګرامونو له لارې امریکا ته راغلل.

سرچینه: Azadi Radio  افغانستان

خبر شریک کړئ