په بریتانیا کې یوه عامه څیړنه د دې هېواد د ځانګړو ځواکونو په اړه نوي تورونه څیړي چې د افغانستان په عملیاتو کې یې غیر قانوني کړنې ترسره کړي دي.

د راپورونو له مخې، دا څیړنه د سر چارلز هادن-کیو په مشرۍ ترسره کیږي، چې شواهد وړاندې کوي چې ښایي بریتانوي ځانګړي ځواکونه د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د جګړې جنایتونه ترسره کړي وي. همدارنګه، د ځینو ناسم کړنو د پټولو ادعاوې هم څیړل کیږي.

شاهدان وایي چې ممکنه ده چې د افغان غیر نظامیانو یو شمېر کسان په دې عملیاتو کې بې ځایه وژل شوي وي. کریستوفر ګرین، چې د بریتانیا پخوانی عسکر دی، ادعا کړې چې په هلمند ولایت کې د یوې شپنۍ عملیاتو پر مهال درې غیر نظامي وروڼه د بریتانیا ځانګړو ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

ګرین زیاته کړې چې کله یې د دې پېښې په اړه اندیښنې څرګندې کړې، پر ځای د دې چې د هغه شکایت ته رسیدګي وشي، د طالبانو ملاتړ ته متهم شو. هغه همدارنګه وویل چې د قربانیانو د کورنیو لپاره د لږ غرامت ورکول د دې تصور رامنځته کړی چې دا وژنې یوه عادي موضوع ګرځیدلې ده.

یو بل شاهد، مونیکا ګرینفیل، هم د افغان زندانیانو د شکنجې په اړه خبرې کړي، چې د بریتانیا ځینو عسکرو له خوا ترسره شوې. هغې د یوې بریتانیا عسکر له قوله ویلي چې هغوی زندانیان د تفریح لپاره د فورک لفت موټرونو پر سر ناستول، بیا یې سرعت زیاتول او ناڅاپه یې ودریدل چې زندانیان په ځمکه ولویږي او ووژل شي.

دا څیړنه چې په دسمبر ۲۰۲۲ کې د بریتانیا حکومت له خوا پیل شوه، د دې هېواد د دفاع وزارت د څیړنو او ارزونو سره جلا ده. تر اوسه پورې په پخوانیو څیړنو کې هیڅ عسکر د جنایت په ارتکاب تورن نه دی شوی. عامه څیړنه د جنایي مجازات ټاکلو صلاحیت نه لري، مګر دا څیړي چې آیا بریتانوي چارواکو د پخوانیو تورونو په اړه سمې څیړنې کړي دي او هدف یې د مسؤلیتونو روښانه کول او د احتمالي تخلفاتو څیړل دي.

که څه هم دا عامه څیړنه د مجازات کولو صلاحیت نه لري، خو د دې غیر قانوني کړنو د څیړلو هدف څه دی؟ آیا د دې څیړنې پایلې به د دې تخلفاتو عاملان په ځواب کې راولي؟ نصرالله ستانکزی، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد، وایي چې حکومتونه د قضایي صلاحیت نه لري او دا د عدلي او قضایي ارګانونو کار دی. بریتانیا حکومت ویلي چې د دې څیړنې ملاتړ کوي او وروسته به یې غبرګون څرګند کړي.

د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې هم د استرالیا د ځانګړو هوایي ځواکونو په اړه یوه څیړنه شوې چې ښودلې یې ده چې دغه ځواکونه د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳ پورې په افغانستان کې ۳۹ زندانیان او غیر نظامیان وژلي دي.

سرچینه: Azadi Radio جهان

خبر شریک کړئ