د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتیدونکي بحران په اړه جدي خبرداری ورکړی دی. د دې پروګرام په وینا، د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکۍ کچه د ریکارډ کچې ته رسېدلې ده.

د WFP راپور له مخې، د خوارځواکۍ دغه وضعیت د اقتصادي ستونزو، د خوراکي توکو د کمښت او د بیوزلۍ له امله رامنځته شوی دی. په دې راپور کې ویل شوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره عاجل اقدامات ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د دې وضعیت د ښه کولو لپاره د مرستو غوښتنه کړې ده، ترڅو د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه کمه شي او هغوی ته کافي غذا برابره شي.

سرچینه: VoA Pashto NEWS - افغانستان

خبر شریک کړئ