پېښور — د پاکستان پوځ د جعفر ایکسپریس په برید کې د ختیځ سرحد د وضعیت یادونه کړې، خو په لوېدیځ سرحد کې هم حالات ښه نه دي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ تورخم دروازه له درې اونیو راهیسې بنده ده چې د کاروبار او خلکو تګ راتګ باندې یې منفي اغېز کړی دی. د جنوبي ایشیا په منځ کې د پښتنو سیمې د بدامنۍ ښکار دي، چې په جوماتونو، پوځي چاوڼیو او عامو خلکو باندې ترهګر بریدونه کیږي.
د پېښور پوهنتون د تحقیقي ادارې IPCS مشر ډاکټر جمیل احمد وایي، د تېرې شاوخوا دوو لسیزو په جریان کې د افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکې پالیسۍ بدلېدلې دي، او چین په دې شخړو کې مستقیمه مداخله نه کوي. هغه زیاتوي چې په دې وضعیت کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي او پاکستان له فشار سره مخ دی: "دنیا ته معلومه ده چې څوک چرته ناست دی او څه پیسې ورکوي، خو پاکستان په سخت فشار کې دی."
د ساوت ایشیا ټېریرازم پورټل ادارې د 2025م کال د مارچ تر شپږمې نیټې پورې راجمع شوې شمیرې ښیي چې په روان کال کې 700 نه زیات کسان په 179 پیښو کې وژل شوي، چې پکې 381 ترهګر شامل دي. د امنیتي چارو کارپوه طارق وحید وایي، که څه هم وفاقي حکومت د بې ثباته کوونکو ډلو پرضد د مبارزې ژمنه کړې، خو ترهګر بیا هم منظم بریدونه ترسره کوي.
ډاکټر جمیل احمد وایي، "تر څو چې چین، انډیا، روس او امریکا نه غواړي چې دلته امن راشي، دا به ناممکن وي. دا څلور قوتونه باید د ترهګرو ګروپونو او پاکستان حکومت سره خبرې وکړي." روان کال پاکستان په ټېریرازم ګلوبل انډیکس کې دویم مقام لري، چې پکې تر ټولو زیات بریدونه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې شوي دي.
سرچینه: VoA Deewa Radio Pak