اسلام اباد — د ښځو او ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل په تازه رپورټ کې څرګندوي چې په 2024م کال کې په پاکستان کې د ښځو پرضد د جنسي تېريو، بدني تشدد، قتل، اغوا او ناموسي وژنو 5،253 پېښې ثبت شوې دي. ماهرين په دې باور دي چې تر څو ښځې په ټولنه کې خپلواکې نه شي، د تشدد پېښې به هم دوام ولري.
د ساحل ادارې راپور ښيي چې تېر کال په پاکستان کې د ښځو د قتل 1،373، د تښتونې 954، د تشدد 685، د جنسي تېريو 611 او د ځان وژنې 443 پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، د ښځو پرضد د تشدد 74 فيصدي پېښې په پنجاب، 15 فيصدي په سيند، 7 فيصدي په خېبر پښتونخوا، 2 فيصدي په اسلام اباد او 2 فيصدي په بلوچستان، کشمير او ګلګت بلتستان کې رامنځته شوې دي.
منیزه بانو، د ساحل اېګزېګټو ډاېریکټره، د ډيوه سره په خبرو کې وايي چې کله د یوې مور سره زور زياتی کېږي، نو دا عمل د هغې بچيانو ته هم بد اثر رسوي. هغه زیاته کړه چې ماشومان چې دا صحنې ويني، په راتلونکي کې هم د دې عمل تکرار کوي، چې د ټولنې د بدلون په لاره کې خنډ دی.
د ساحل راپور ښيي چې د تشدد په پېښو کې 5 فيصدي قربانيان د 18 کلونو څخه کم عمر لري، او 21 فيصدي ښځې چې عمرونه یې دېرش کاله دي، د بد چلند د زیات خطر سره مخامخ دي. ماهرين ټینګار کوي چې په پاکستان کې د ښځو په اړه د رياستي او ټولنيزې بېانيې بدلون ته اړتیا ده.
د بشري حقونو فعال مهران علي خان وايي چې د تعليمي نظام اصلاح، ښځو ته په سياست کې د ګډون موقع ورکول او د ښځو د اختيار منل به د تشدد کچه کمه کړي. د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د پاکستان په سنا کې د حکومت لخوا د ښځو د کار موقعو زیاتولو او د ناموسي وژنو د مخنیوي لپاره اقداماتو غوښتنه شوې ده.
د ښځو د حقونو فعالان وايي چې که څه هم په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره قوانین جوړ شوي، خو د مېرمنو پرضد جرمونو کې د سزا کچه لا هم ټيټه ده. سيد کوثر عباس، د ښځو او ماشومانو د حقونو فعال، وايي چې د سزاګانو کچه په دې ټولو پېښو کې د يو فيصد نه کمه ده، چې د پاکستان د عدالتي او انتظامي نظام خراب حالت څرګندوي.
سرچینه: VoA Deewa Radio Pak