د امریکا متحده ایالتونو ۱۲ افغان کډوال به مرکزي افریقا ته انتقال شوي دي. د فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې کډوالو کې یو افغان پناه غوښتونکی هم شامل دی چې ورور یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و.
د راپور له مخې، دغه افغانان او نور کډوال د مختلفو هېوادونو، چې په کې اته ایرانیان، او د نیپال او نیکاراګوا اتباع شامل دي، د مرکزي افریقا پلازمینې بانګوي ته رسیدلي دي. دا کډوال د شنبې په ورځ، د اګسټ ۳۰ مه، د خپلو نویو استوګنځیو لپاره سفر وکړ.
منبع: Azadi Radio Pashto NEWS