ماکرون: وژل شوي ښوونکي ته به ملي درناوی وړاندې کېږي

د فرانسې ولسمشر وايي، ۴۷ کلن ښوونکي ساموېل پاتې ته به ملي درناوی وړاندې کېږي. دی د جمعې پر ورځ پاریس ته نژدې د یوه مشکوک اسلامپالي توندلاري په برید کې ووژل شو.