د آلمان خارجه وزير: فکر نه کوم چې د بايدن په بریا سره هر څه ښه شي

د آلمان د بهرنيو چارو وزير وايي باور نه لري چې د امريکا په انتخاباتو کې د جو بايدن احتمالي بريا سره هر څه «له سره ښه» شي. هایکو ماس په عین حال کې وويل چې د ترمپ په دوره کې د اتلانتيک دواړو غاړو اړيکې ډيرې پيچلې شوي دي.