ټرمپ فلوریډا کې تر رایه اچولو وروسته درېیو ایالتونو ته ځي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروسته له هغه چې فلوریدا ایالت کې صندوق ته خپله رایه واچوله، د کمپاین لپاره درېیو ایالتونو ته ولاړ. دی چې د دیموکرات ګوند لخوا ولسمشرۍ ته نوماند جوبایډن څخه په ملي ټولیزه نظر پوښتنه کې شا ته پاتې دی شمالي کارولینا، اوهایو او ویسکانسین کې په لویو ټاکنیزو غونډو کې برخه اخلي.