خوست کې د افغان ځواکونو پر ځانګړې قطعه برید

د افغانستان سوېل ختیځ ته په خوست ولایت کې سهار نږدې شپږ بجې د افغان ځواکونو پر ځانګړې قطعه برید شوی. خوست کې د بي بي سي خبریال نصرت تسل وايي، جګړه لا هم روانه ده او امنیتي ځواکونه خبریالان د پېښې ځای ته نه پرېږدي.