امریکايي او بریتانوي ځواکونه له شل کلن حضور وروسته له افغانستان وځي. د امریکا ولسمشر جو بایډن روانه میاشت اعلان وکړ چې افغانستان کې به خپل پاتې له ۲۵۰۰ تر ۳۵۰۰ زره ځواکونه د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې وباسي. بریتانیا هم چې اوس یې افغانستان کې ۷۵۰ سرتیري پاتې دي، همدا لار تعقیبوي. په دې موده افغانستان کې له ۲۳۰۰ ډېر امریکايي سرتیري وژل شوي او تر ۲۰ زرو ډېر نور ټپی شوي دي. خو تر ټولو ډېر زیان...
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تازه غبرګون کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو ځنډېدل د افغانستان د روان کړکېچ په هواري کې مرسته نه کوي. نوموړي کابل کې یوې خبري غونډې ته پر طالبانو هم غږ کړی چې د سولې له مذاکراتو سره پرېکون ونه کړي. ظاهراً طالبانو د حکمتیار دې خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
کمیسیون حقوق بشر افغانستان برای پایان بخشیدن به کشتار غیرنظامیان خواستار اعلام آتش بس فوری در افغانستان شده است. براساس بررسی تازهای این کمیسیون، از ابتدای سال ۲۰۰۹ تا اوایل سال جاری میلادی، ۳۱هزارو ۱۱۳ غیرنظامی در این کشور کشته و ۶۲هزارو ۶۶۲ تن دیگر زخمی شدهاند. تحقیق کمیسیون حقوق بشر نشان داده که گروه طالبان طی این مدت عامل بیشترین تلفات غیرنظامیان در افغانستان است.
یوازې یوه ورځ وروسته له هغې چې امریکا د روسیې پر وړاندې نوي بندیزونه اعلان کړل، مسکو یې په غبرګون کې ویلي چې ۱۰ امریکايي ډیپلوماټان باید د روسیې له خاورې ووځي.